په کندهـــــار ښـــــار کـــــي حاجـــــي نیکـــــه لیســـــه

لومړۍ پوښتنه: په حاجي نیکه لیسه کي څومره زده کړیالان زده کړي کوي؟

 

ځواب: کارېز مرستندویه ټولني په ۲۰۰۹ زېږديز کال کي د کندهار ښار په حاجي عزیز نومي کلي کي د حاجي نیکه لیسې له پاره د ښوونځۍ یوه ودانۍ جوړه کړه، چي اوس مهال په کندهار ښار کي د دولتي ښوونځۍ په توګه فعالیت ترسره کوي او کارېز مرستندویه ټولنه اوس مهال د همدې لیسې د ځینو برخو څخه ملاتړ هم کوي.

 

په یاده لیسه کي له لومړۍ ټولګۍ څخه تر دوولسم ټولګۍ پوري زده کړیالان شامل دي او د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د مارچ تر میاشتي پوري د زده کړیالانو شمېر ۱۶۸۴ دئ چي په دغه شمېر کي ۵۶۰ ئې تر شپږم ټولګۍ پوري ښځینه زده کړیالاني دي او ټول

ښوونکي (معلمان) ئې ۳۲ تنه دي.

 

د یادي لیسې سره د ماډل (نمونه) ښوونځۍ په توګه، موږ د جاپان د دباندنیو چارو وزارت له خوا د دوی په مالي مرسته " ښوونځۍ کي د روغتیايي مدیریت پروژې " باندي کار کوو. د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ زېږدیز کلونو په اوږدو کي موږ د زده کړیالانو جسمي (فزیکي) حالت او د روغتیايي وضعیت کتني واخیستې او یو ډاټابېس مو هم ورته جوړ کړ.

په ټولګۍ کي ښوونکی، زده کړیالانو ته د لوست پرمهال

د زده کړیالانو روغتیايي کتنه

زده کړیالان د لیسې څخه د رخصت کېدو پرمهال

دوهمه پوښتنه: آیا په حاجي نیکه لیسه کي روغتیايي پوست شتون لري؟

 

ځواب: د کارېز مرستندویه ټولني د کلینیک (علامه رشاد بشپړ روغتیايي مرکز) تر پوښښ لاندي ساحه کي له ۱۴ روغتیايي پوستونو څخه یو ئې په حاجي نیکه لیسه کي فعال دئ، نوموړی روغتیايي پوست د همدې لیسې اداري کارکوونکو، ښوونکو، زده کړیالانو او نورو کارکوونکو ته د روغتیايي لارښوونو، د دوی د عمومي روغتیايي وضعیت د چېک آپ (کتني) او ځینو اړینو درمل ورکولو په نیت پرانیستل سوی دئ.

 

د یاد روغتیايي پوست د خپلي خوښي (رضاکاره) یو تن نارینه او یو تن ښځینه روغتیايي کارکوونکو ته د دوی د مهارت او ظرفیت د لوړوني په موخه وخت نا وخت د همدې ټولني د کلینیک د ډاکټرانو له لوري روزنیز ورکشاپونه په لاره اچول کېږي، یوه ټاکلې اندازه پیسه ورکول کېږي او د روغتیايي پوست له پاره ئې اړین درمل هم ورته سپارل کېږي.

د حاجي نیکه لیسې د روغتیايي پوست څخه د کلینیک د سرطبیب او نورو روغتیايي کارکوونکو لیدنه