日本語の最新情報はここから

English NEWS here

د کارېز مرستندویه ټولني " علامه رشاد بشپړ روغتیایي مرکز " شالید (۲۰۰۲ - ۲۰۲۲) 

 

کارېز مرستندویه ټولنه غیرانتفاعي سازمان، د جاپان په شیزوکا ولایت کي د ځینو خیرغوښتونکو افغانانو او جاپانیانو په مرسته د (۲۰۰۲) زېږدیز کال، د اپریل پر لومړۍ نېټه جوړه او د همدې کال له جولای څخه ئې په رسمي توګه په افغانستان کي عملاً کار راپېل کړی دئ چي ترخپله وسه پوري په دغو دوو برخو (روغتیا او ښوونه) کي خدمتونه سرته رسوي، مرکزي څانګه ئې د جاپان په شیزوکا ولایت، هېوادنۍ څانګه (دفتر) او یو کتنځی (کلینیک) ئې په کندهار - افغانستان کي موقعیت لري. اصلي موخه ئې د روغتیايي خدمتونو او د کوچنیانو د ښووني له لاري د جنګځپلي افغانستان په بیارغونه کي ونډه اخیستل دي. کارېز مرستندویه ټولني په (۲۵ / جون / ۲۰۰۲) زېږدیز کال کي د افغانستان په دننه د اقتصاد وزارت څخه د غیردولتي سازمان په توګه په (۱۶۲) ګڼه ثبت ترلاسه کړ، په (۲۰ / جولای / ۲۰۰۲) زېږدیز کال کي ئې د کندهار ښار په مرکزي برخه کي روغتیايي کړني او فعالیتونه راپېل کړل، په (۶ / اکتوبر / ۲۰۰۲) زېږدیز کال کي ئې د کندهار اقتصاد ریاست څخه هم ثبت ترلاسه کړ، په (۶ / اکتوبر / ۲۰۰۵) زېږدیز کال کي ئې د افغانستان اقتصاد وزارت څخه په (۷۸) ګڼه د دباندنیو مؤسساتو په لړ کي بیا ثبت ترلاسه کړ، په (اپریل، ۲۰۰۸) کي ئې د کندهار ښار د عینو مېني په سیمه کي د علامه رشاد بشپړ روغتیايي مرکز ودانۍ جوړه کړه، په (جنوري، ۲۰۰۹) کي ئې ترخپل پوښښ لاندي ساحه کي د روغتیايي پوستونو له لاري روغتیايي کړني او فعالیتونه راپېل کړل، په (اګست، ۲۰۰۹) کي ئې د کندهار ښار د حاجي عزیز په سیمه کي د حاجي نیکه لیسې له پاره د ښوونځۍ یوه ودانۍ جوړه کړه، په (۱۰ / اکتوبر / ۲۰۱۰) زېږدیز کال کي ئې د افغانستان په دننه د عامي روغتیا وزارت څخه په (۲۱۵) ګڼه ثبت ترلاسه کړ، په (اکتوبر، ۲۰۱۳) کي ئې د یوه کاندید غیرانتفاعي سازمان په توګه په جاپان کي تصدیق ترلاسه کړ، په (۲۶ / سپټمبر / ۲۰۱۷) زېږدیز کال کي ئې د افغانستان عامي روغتیا وزارت څخه په (۵۳۷) ګڼه بیا ثبت ترلاسه کړ، په (اکتوبر، ۲۰۱۷) کي ئې د یوه تائیدسوي غیرانتفاعي سازمان په توګه په جاپان کي تصدیق ترلاسه کړ، په (۲۶ / سپټمبر / ۲۰۲۰) زېږدیز کال کي ئې د افغانستان عامي روغتیا وزارت څخه په (۶۹۲) ګڼه درېیم ځل ثبت ترلاسه کړ او په (۳۰ / مې / ۲۰۲۲) زېږدیز کال کي ئې د افغانستان عامي روغتیا وزارت څخه د ګډ کار هوکړه لیک ترلاسه کړ.

 

د کارېز مرستندویه ټولني د تېرو شلو کلونو (۲۰۰۲ - ۲۰۲۲) د روغتیايي برخي خدمت: علامه رشاد بشپړ روغتیایي مرکز (کلینیک) په کندهار کي د ډاکټرانو له خوا طبي معاینه، د تخصصي لابراتوار د تخنیکارانو له خوا ډول ډول کلینیکي آزمویني (لابراتواري، التراساونډ، د زړه ګراف، اېکسرې)، د قابلو له خوا د کوچنیانو د زوکړي پرمهال له مندو سره مرسته او د زوکړي دمخه او وروسته پالنه، واکسین کول، د عامي روغتیا او تغذیې زده کړي، په خپله ساحه کي د روغتیایي پوستونو له لاري له کلیوالو سره مرسته، د رواني روغتیا او تغذيې مشورې، د درملو وړیا ورکړه، او نور ترسره کوي.

 

(۷۲۵۶۰۸) پر پښو ولاړ ناروغانو ته د (OPD) په برخه کي وړیا درملنه، (۵۴۹۶۲۲) کسانو ته روغتیايي ښووني، (۳۶۰۸۰۰) ناروغانو ته لابراتواري کتني، (۴۰۹۴۳۷) کسانو ته تر پوښښ لاندي ساحه کي په (۱۴) روغتیايي پوستونو کي د ټولني د رضاکاره روغتیايي کارکوونکو په مرسته روغتیايي خدمتونه، (۲۹۳۰۵) ناروغانو ته اېکسرې، (۲۴۸۰۹۵) کوچنیانو او (۶۴۰۰۲) ښځو ته واکسین، د (۵۳۷۹) کسانو د نري رنځ یا ټي بي کتنه او له جملې څخه ئې د (۵۰۹) په ټي بي د اخته ناروغانو درملنه، د (۱۴۴) ناروغانو د لشمانیا درملنه، (۱۸۴۸) ناروغانو ته د زړه ګراف، (۷۲۳۶) ناروغانو ته التراساونډ، (۲۹۹۱) لنګونونه، (۱۷۸۷۹) ښځو ته د کورنيو لارښوونو خدمتونه، د حاجي نیکه لیسې د (۹۳۸) زده کړیالانو روغتیايي مدیریت او داسي نور روغتیايي خدمتونه نوموړي ټولني ترسره کړي دي.

 

د کارېز مرستندویه ټولني د تېرو شلو کلونو (۲۰۰۲ - ۲۰۲۲) د ښوونيزي برخي خدمت: د فعالیت د جواز له اخیستو سره سم په (۲۰۰۲) زېږدیز کال کي په اوونۍ کي دوې ورځي ګرځنده روغتیايي ټیم د کندهار ولایت د اوو ولسوالیو په بېلابېلو کلیو کي روغتیايي خدمتونه ترسره کړي دي. په دغو کلیو کي د روغتیايي خدمتونو ترڅنګ د لومړنیو ښوونځیو تر درېیمي ټولګۍ پوري ترشنه آسمان لاندي او یا هم په کږدیو (خېمو) کي د (۶۳۵۸) هلکانو او نجونو زده کړیالانو له پاره ښوونیز خدمتونه هم سرته رسېدلي دي، چي د (۲۰۰۶) زېږدیز کال د اکتوبر میاشتي ترپایه پوري ئې دوام کړی دئ. د همدې لړۍ په دوام په (۲۰۰۹) زېږدیز کال کي د کارېز مرستندویه ټولني په منځګړیتوب او د جاپان سفارت په بسپنه (مالي مرسته) د حاجي نیکه لیسې ودانۍ جوړه سوه. همدارنګه دوه کاله وروسته د همدې لیسې له پاره اته تشنابونه د کارېز مرستندویه ټولني په بسپنه (مالي مرسته) ورته جوړ سوي دي، چي کله نا کله ددې لیسې ځیني اړتیاوي د لیسې د مسؤلینو او استادانو په غوښتنه ورته چمتو کېږي.

له ۲۰۰۲ زېږدیز کال څخه تر ۲۰۲۱ زېږدیز کال پوري په کلینیک کي ۶۸۶۸۰۶ تنو ناروغانو ته د (OPD) په برخه کي وړیا درملنه ترسره سوې ده، چي له ٪۵۰ سلنه ډېري ئې ښځي وې؛ نو له همدې اسیته د ښځینه نرسانو فعالیتونه اړین دي. موږ ستاسو ملاتړ، مرستي او بسپني ته سترګي په لار یو، ترڅو د کندهار ښاریانو او کلیوالو ته وړیا روغتیايي خدمتونه وړاندي کړو.

په ۲۰۲۳ زېږدیز کال کي، په کلینیک کي ۳۴۱۹۰ تنه ناروغان وه، چي له ٪۶۰ سلنه ډېري ئې ښځي وې؛ نو له همدې اسیته د ښځینه نرسانو فعالیتونه اړین دي. موږ ستاسو ملاتړ، مرستي او بسپني ته سترګي په لار یو، ترڅو د کندهار ښاریانو او کلیوالو ته وړیا روغتیايي خدمتونه وړاندي کړو.

Delivery room
Delivery room

یوه ښځینه ډاکټره او درې قابلې په ورځ او شپه کي ۲۴ ساعته او په کال کي ۳۶۵ ورځي او شپې د لنګون پرمهال له مور او کوچني سره مرسته، واکسین، تر لنګون وړاندي او وروسته مراقبت ترسره کوي.

موږ ستاسو ملاتړ، مرستي او بسپني ته سترګي په لار یو، ترڅو د کندهار ښاریانو او کلیوالو ته وړیا روغتیايي خدمتونه وړاندي کړو.

که غواړئ مرسته او بسپنه ولوروئ، نو کښېکاږئ  دغه ځای