د کارېـــــز مرستندویـــــه ټولنـــــي اصـــــول او تګـــــلاري

 

د ټولنـــــي نـــــوم: کارېـــــز مرستندویـــــه ټولنـــــه

 

د ټولنـــــي پتـــــې:

لومړۍ پته: د نوموړي ټولني مرکزي څانګه د جاپان د شیزوکا ایالت، شیزوکا ښار، د آوي ناحیې، د سنپوچو

سیمي په ۷۰ - ۱ ګڼه د شیزوکا د ټولنیزو بسپنو د ودانۍ په دوهم پوړ کي موقعیت لري.

 

دوهمه پته: پر پورته ذکر سوي مرکزي څانګي سربېره نوموړې ټولنه یوه بله څانګه د افغانستان د کندهار ښار یوولسمه ناحیه، په عینو مېنه، لومړي سړک کي هم لري.

 

لېرلیـــــد

د روغتیا او ښووني په برخه کي د افغانستان د بیارغوني ملاتړ.

 

رسالـــــت

،د روغتیايي خدمتونو او د کوچنیانو د ښووني له لاري د جنګځپلي افغانستان په بیارغونه کي ونډه اخیستل

د افغانستان له پاره د روغتیایي خدمتونو د بنسټیزي کڅوړي د تګلارو یا پالیسیو پلي کېدنه،

په سپېڅلتیا او درنښت سره د ناروغانو د رنځ پېژندنه او درملنه،

د عامي روغتیا او تغذیې زده کړو ته وده ورکول،

په ساحه کي د روغتیايي پوستونو ملاتړ او څارنه،

.د ښوونځۍ د روغتیايي مدیریت سیسټم د تأسیس او اجرأ له پاره د ښوونځیو ملاتړ

 

ارزښتونـــــه

،په اصولو کي د روغتیايي خدمتونو له بنسټیزي کڅوړي سره سم د رنځ پېژندني او درملني وړیا خدمتونه

په ښه کیفیت او چلند سره د بنسټیزو خدمتونو وړاندي کول،

.د چارو روڼتیا او حساب ورکونه د کارېز مرستندویه ټولني د مدیریت اصل دئ

 

هـــــدف او د کـــــار ساحـــــه

،په نړۍ کي افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دئ، چي د لیک او لوست کچه او ښوونځیو ته د شمولیت سلنه یا فیصدي ئې خورا کښته ده، خو د کوچنیانو او مندو د مړیني کچه ئې بیا په نړۍ کي تر ټولو لوړه ده. ددغو نیمګړتیاوو د له منځه وړلو په غرض د کارېز مرستندویه ټولني هم تکل کړی، چي په دې دوو برخو (ښوونه او روغتیا) کي تر خپله وسه پوري د افغانانو سره مرسته وکړي. دا ټولنه د ۲۰۰۲ زېږدیز کال د اپریل پر لومړۍ نېټه د جاپان په شیزوکا ولایت کي د پروفیسور ډاکټر خالد رشاد په مشرۍ جوړه او د همدې کال له جولای څخه ئې په افغانستان کي عملاً کار راپېل کړی دئ. ددې ټولني مرکزي څانګه په جاپان کي او هېوادنۍ څانګه یا دفتر او یو کتنځی (کلینیک) ئې په کندهار کي دي. که په وسه مو پوره وه، حالاتو او امکاناتو اجازه راکوله، د هېواد په نورو سیمو کي به هم څانګي، کتنځي او ښوونځۍ فعاله کوو.و